Tag error: <txp:etc_query
            data='<txp:etc_tree id="245" />'
            replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
            /> ->  Warning: strpos(): Empty needle while parsing form None on page Pashto
دانترکانتننټال دولتی شرکت د ریس پیغام | Intercontinental Kabul

دانترکانتننټال دولتی شرکت د ریس پیغام

CEO.jpg

دانترکانتننټال دولتی شرکت د ریس پیغام:


د دې په پام کې نیولو سره چې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د دولتي تصدیو د دارالانشاء دنده په غاړه لري، د دولتي شرکتونود عمومي ریاست د همغږي کوونکې ادارې په توګه د دولتي شرکتونو له فعالیتونو، کاري بهیرونو او مالي وضیعتونو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، تر څو شرکتونه په تدریجي ډول په پښو ودرېږي. دولتي شرکتونو پخوا د تصدۍ په شکل فعالیت کاوه او له ځینو ستونزو یې سر ټکاوه. د تصدیو له ستونزو یوه ستونزه له ځانګړو دولتي ادارو سره د هرې تصدۍ اړیکه وو. له همدې امله په دغه سکټور کې د مثبت بدلون راوستو په موخه د دولتي شرکتونو قانون تدوین شو، تر څو شرکتونه په غوره ډول فعالیت وکړي او په تدریجي ډول ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د مالیې وزارت لیدلوری له دولتي شرکتونو څخه ملاتړ دی، تر څو په خپلواکه توګه په خپلو چارو کې فعالیت وکړي او خپل دولتي ظرفیتونه لوړکړي. زموږ هڅه داده، چې د دغو شرکتونو لپاره په اړوندو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو، تر هغه چې شرکتونه ګټه وکړي او هغه عواید چې له دې برخې لاسته راځي، د مډرنو تجهیزاتو په پلورلو، تولیدي او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو مصرف کړي، تر څو ښه پایله ترلاسه کړي او او د هېواد په ملي بودجه کې ونډه واخلي.