Tag error: <txp:etc_query
            data='<txp:etc_tree id="2" />'
            replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
            /> ->  Warning: strpos(): Empty needle while parsing form None on page Dari
د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام (4) | Intercontinental Kabul

د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام (4)

1.jpg

8 حوت 1400

د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام
د سلواغې ۶مه چې د ګمرک نړیوالې ورځې سره برابره ده، خپلو ټولو مرکزي او ولایتي همکارانو ته د یادې ورځې مبارکي وایم، او د الله پاک له دربار څخه دوی ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کوم.
د افغانستان د ګمرکونو لوی ریاست د مسلکي او ژمنو کارکونکو په درلودو سره د هیواد د اقتصادي پولو د ساتنې، خلکو او په ځانګړی ډول ملي سوداګرو ته په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاو برابرولو په برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي. 
له نېکه مرغه، د ااا واک ته رسیدو د لومړۍ ورځې څخه د هیواد ټول ګمرکونه د صادراتو او وارداتو پر مخ فعال وساتل شول، څو د هیواد اقتصادي څرخ روان، او لا ګړندی شي. ځای لري چې په دې برخه کې له خپلو ژمنو همکارانو او له اړوندو همکارو ادارو څخه د زړه له تله مننه وکړم.
د ګمرکونو لوی ریاست په تېرو پنځو میاشتو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د فساد سره د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، الکترونیکي حکومتولي، د کارکوونکو د ظرفیتونو جوړونې او د ملي عوایدو د لوړوالي په موخه اړینې پرېکړې او اقدامات تر سره کړي دي، چی په ټوله کې د سوداګرۍ په کچه، په بازار کې د نرخونو په نسبي کنترول او د ملي عوایدو په لوړوالي د پام وړ مثبتې اغیزې درلودې.
اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ګمرکي پروسې الکترونیکي دي، او د ګمرکونو لوی ریاست ژمن دی چې د هیواد نافذه قوانینو او د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) له سپارښتنو سره سم هیوادوالو او ملي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
په پای کې یو ځل بیا د خپلو ټولو ژمنو همکارانو له صادقانه خدمتونو څخه مننه کوم او الله پاک دې دوی ته د لا ښه خدمت توفیق ورکړي.



په درنښت
مولوي رحمت الحق فُضیل
د ګمرکونو لوی رئیس